په فراه کې30 تنه ځوانان د ژورناليزماساسات زده کړل
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

په فراه کې30 تنه ځوانان د ژورناليزماساسات زده کړل

رپوټ: وحیداحمد (ایثار)

په دې وروستيو کلونو کې په فراه کښې د ژورناليستيک او رسنيز کارونه زيات شوي دي او ډير شمير ځوان خبريالان ددي ولايت خبرونه، رپوټونه او اړوند موضوعات د سيمه ييزي، ملی او نړيوالو رسنيو له طريقه د چارواکو او نړيوالو تر غوږونه رسوي.

په دي کې شک نشته چې د خبريالانو روزنه او د هغو ځوانان روزنه چې له ژورناليزم مسلک سره مينه لری او غواړي چې په دي برخه کې ( مطبوعات او رسنۍ) سره فعاليت وکړي، زيات اړين برېښي.

د يو کال راپديخوا د همګان علمي، کلتوري او ټولنيز بڼسټ د نورو کلتوري او مطبوعاتي فعاليتونو ترڅنګ، د فراهي خبريالانو لپاره بيلابيل روزنيز پروګرامونه ترسره کړي. . .

د غبرګولۍ د ۶ تر ۸ نيټه د ژورناليزم د اساساتو دري ورځني روزنيز ورکشاپ د ۳۰ تنو ځوانانو په ګډون تر سره شول.

محمد همايون ذهين د همګان د مجلي مسوول مدير چې د دي روزنيز پروګرام ( ترينر ) وه، وويل: د ژورناليزم اساساتو دري ورځني ورکشاپ، په فراه ولايت کې د همګان علمي، کلتوري او ټولنيز بڼسټ لخوا او د ولايت مقام په مالي مرسته جوړه شوي وه. چې د دي ورکشاپ ټول ګډون کوونکي ديرش تنه و چې لس تنه يې ښځينه کسان وو. نوموړي زياته کړه چې ګډون کوونکي هغه ځوانان و چې د خبريالي د مسلک سره مينه لري او د فراه سيمه ييزی رسنيو سره يا کار کوی او يا هم همکاری دي.

سرچينه وايې: چې پدي ورکشاپ کې ګډون والو، د دريو ورځو په درشل کې د ټولنيز رسنيو پيژندنه او ارزښت، د خبر د ليکلو چل، راپور او راپور ليکنه، مرکه او د مرکي ډولونه، سوژه، د يادښت نيولو درست چل، ګيردي ميزونه، او . . . زده کړل.

د ورکشاپ ټول ګډون کوونکي، د ورکشاپ د محتوا او درس څخه خوښي وشودله او په راتلوونکي کې هم د همداشان ورته پروګرامونو غوښتنه وکړه.

نذيراحمد حيدری د فراه ولايت د ملی تلويزيون خبريال د ورکشاپ ګډون کوونکو څخه وه، وايې: که څه هم ما زيات موده په ملي تلويزيون کې بيلابيل دندي ترسره کړي، خو د دي ورکشاپ په لړ کې ډير مهم موضوعات مې ولوستل او ډاډمن يم چې زما راتلونکی کارونه به د پخوا په پرتله ډير ښه شي.

  ښاغلي حيدری زياته کړه: چې د ژورناليزم په اساساتو او اصولو پوهيدل نه يواځي داچې د رسنيو کارکوونکو ته حتمي ده، ټولوته اړين برېښي چې پدي اړوند ځان پوه کړي.

د يادولو وړ ده چې د ( ۲۹ سلواغه ۱۳۹۱) کال کې هم د همګان د علمي، کولتوري او ټولنيز بڼسټ په نوښت د لومړي ځل لپاره ۴۰ تنه خبريالان په فراه کې د دوه اونيزي روزنيز پروګرام په لړ کې، د ژورناليزم مهارتونه زده کړل.

"د همګان د مجلی زېرمه"


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب